دولت اوطالبان
      انجنيرسيدعبدالقادر      انجنيرسيدعبدالقادر

 

تبصره                                     ۲۰۰۷-۹-۳۰

دڅوورځوراهيسي دافغاني اوبهرني رسانوله لاري داسي اوريدل کيږي چه طالبانودافغانستان داوسني بحران دسياسي حل له پاره ددولت سره دمذاکري غوښتنه کړي ده ٠ او دطالبانوددي وړانديز په مقابل کي دولت ، اوپه افغانستان کي  دناټود ځواک دمشرتابه وياند، دافغانستان دولسي جرګي ريس اوهم دافغانستان مختليفوسياسي ډلو،مستقيلوسياسي کار پوهانودمختليفوزاويوڅخه خپل نظرونه  څرګند او بیان کړی دي  ، اوهم د ځينو داخلي اوبهرني ورځپاڼو  سرمقالي دهمدي مطلب په اړوند   اختصاص موندلی  وو٠ځکه  نو زه غواړم  دطالبانوپر وړاندیز اوهم په دی اړوند   دافغانستان ددولت  ، په افغانستان کې   دناټودځواک اودولسې جرګې دریس پر عکس العملونو باندې دافغانستان داوسنې اقتصادي ، سیاسی  اوامنیتی وضع په نظر کی نیولو سره خپل نظرپه لنډډول   څرګند او ولېکم ٠

که موږ په دقت سره دطالبانو پرهغه  وړاندیز چه دافغانستان دولت ته  یې دمذاکری په اړوند کړی دی توجه وکړو،دورايه معلوميږ ي چه   عملی جنبه یې دامریکاتر رهبری لاندی دجهانی ټولنی اودافغانستان دولت له خواه څخه دامکانه څخه   لیری خبره ده . دا ځکه چه طالبانو په خپل وړاندیز کی وېلی دی   چه مو ږ هغه وخت دافغانستان ددولت سره مذاکری ته حاظریږو چه دافغانستان څخه دامریکا او ناټو قواوې ووزي اوپه اساسي قانو ن کي بدلونونه ر امنځ ته  سي .           

په داسي حال کي چه دافغانستان څخه که خارجي قواوي ووزي دافغانستان دولت حتا دخپل داخلي سياسي کړ کيچ له کبله  هم ادامه نه سي  پيدا کولا  ي ،دسقوط سره مخامخ   کيږي    اووطن  به  دجنګ نوولمبوته ورننه وزي   .  حتا شايد هغه افغاني  تکنو کراتان چه دامريکايي  يرغلي لښکرو تر سايي لاندي ديوخاص ماموريت داجراکولو دپاره افغانستان ته تللي دي دامريکا يي   قواوودوتلوتر  مخه به دوي خپل هغه   پخواني  ځاي ته چه ځني راغلي دي  يعني غربي نړي ته  بيرته  ځانونه رسوي ، ځکه دوي خو په خپل دغه ورسپارل سوي مامو ريت کي دملت له پاره داسي  څه نه دي کړي     چه هغه دي په ملت کي ددوي دمحبوبيت سبب وګر ځي . ځکه دوي هم دجنګ سالارانو په څير دملت  شتمني دامريکايي واکدارانو داشتها او   دخپلو نا رواګټوپه نظر کي نيولو سره په تور بازار کي پر امريکايي پلوه په اصطلاح سرمايه دارانو اويو تعدادجنګ سالارانو باندي په غير مشروع ډول خلاف دخپلو صلاحيتونوڅخه وپلورل . اوافغان ملت یی دیوه بی سا ری اقتصا دي،تاريخي  ستونځوسره مخامخ کړ .                                            

  چه افغان لاس تړلي ملت به داغيرمشروع پلورل هيڅ وخت قبول نکړي .   نو په داسي حالت کي بیا طالبان دچاه سره مذاکرئ کوي . ځکه چه دا  دولت نه ملي توده يي  اساس لري، او نه کوم ملي وفاداره قوي اردو، چه هغه دي ددولت دبقا سبب وګرځي. او طالبان دي بيامذاکري ورسره وکړي  .ځکه  نو په دي صورت کي طالبان بايد ددولت سره دمذاکري په اړوند پر خپلو وړانديزو نو باندي داسي  يو   غور وکړی چه دافغان ملت دارادي ښکارندوي  وي .

اوس به دطالبانو دوړانديز په هکله دافغانستان د  دولت ، دناټو دځواک دوياند ، دولسي جرګي دريس اودملي جبهي دوياند پر عکس العملو نو باندي به يومکث وکړو . هغه داچه :

په داسي يوه سياسي ،نظامي پيچلي حالت کي چه نن دافغانستان دولت ورسره مخا مخ دي چه مخالفين يي يو کال تر بل کال  ونوو کاميابيو ته ځان رسوي ،  نوي جنګي مهمات تر لاسه کوي او نوي محلات په خپله ولکه کي راولي  ، اوديوه قوي   جنګي اپوزيسيون په حيث ددولت په مقابل کي جنګيږ ي . او ددوي نظامي قدرت لا هغه وخت ملت ته ښکاره  څرګند سوو چه دجنوبي کوريا ديرغملو د تبادلي او  آزادي   په هکله يي دافغانستان تر حاکميت اوبيرغ لاندي دغزني په ولايت کښي دجنوبي کوريا داستازوسره يي خبري وکړي . اوتر معينو فيصلو وروسته خپل پخواني ټاټوبي ته دمصؤنيت په فضاکي ستانه سول .

نو په داسي يوحالت کي دولت څنګه داسی مشکل وړانديزونه دطالبانو په مقابل کي طرح کوي چه دهغه وړانديزونو قبلول دطالبانو له خوا   څخه دامکانه څخه ليري خبره هم  ده . داځکه چه طالبان وايي ،چه خارجي قواوي بايد ووزي او په اساسي قانون   کي باید   جدي تغيرات راسي  . اودولت بياوايي  ، چه زما اساسي قانون ومنه اوهم به زماشپږ کلني لاس ته راوړني بايد  پر ځاي پاته سي  .

ولي په افغانستان کي   دناټودځواک او  ملي جبهي دوياندبيا   دواړو  دطالبانو دوړانديز په هکله تقريبا يوشان نظرونه  څرګند کړل  . هغه داچه دواړو داساسي قانون په چوکاټ کي دمذاکري پلوي وکړه .

ولي دولسي جرګي ريس دطالبانو دو  ړانديزپه وړاندي  بيا  طالبان  يي   پرڅوډلو تقسيم کړل اوداسي يي  وويل چه داوړانديز بايد معلوم سي چه دطالبانودکومي ډلي  دخوا څخه سوي دي .

که دطالبانو وړانديز او په مقابل کي يي ددولت ، ناټو او نورو پورتنيوعکس العملونو ته په لږ دقت توجه وکړو ، په پوره وضاحت سره معلوميږي چه ټولو نه تنها   دافغانستان اوسني بده سياسي ،اقتصادي اوامنيتي  وضع يي   په نظر کي نه ده  نيولي ، بلکه دافغان لاس تړلي ملت دسالم نجات دلاري څخه يي   هم   دخپلوشخصي اوګروهي ګټو په منظور فاصله نيولي ده ،  هغه داچه : 

        

دواړه طرفو يو اوبل ته داسي وړانديزونه کړي دي ،چه په ښکاره

ډول دتسليمي مفهو مونه ځني   افاده کيږي ،نه داچه دواړه طرفه دصلح دمذاکري وميزته راوبولي ـ                           ولي بايد وويل سي چه   دواړو طرفوپه دي تيرو څوکلونوکي  دافغان لاس تړلي ملت دارادي خلاف داسي  قدمونه اخستي اواخلي يي ، چه په نتيجه کي دتيرو شپږوکالوپه    جريان کي په زرهاووملکي کسانو ( ښځي ،ماشومان ،زاړه ،ځوانانو »خپل دغريبي ژوندله لاسه ورکړي ،کورونه اومحلات يي په کنډواله تبديل سويدي . ولي ددي بي ګناه انسانانوږغ نه دولت اونه طالبانو واوريدي ،اودامريکاتررهبري  لاندي دناټوبي رحمه  ځواک خوپه   پردي وطن کي   انسانانوته حتا دبشرپه سترګه هم نه ګوري . دخپلو بمباردونو په نتيجه کي چه زموږ په مملکت کي انسانان په شهادت رسوي وجهانيانو ته داسي ورپه ګوته کوي  چه دا  دوي خپله  انساني وظيفه اجراکړي  ده . ځکه نو اکثراځانونه خوشحاله احساسوي . په داسي حال کي چه داديوويشتم قرن   بشري جنايات دي، چه دوي يي تر سره کوي .  ولي متاسفانه په اوسني جهان کي بل داسي  يو   ځواک وجودنه لري چه ددوي ددي بشري جناياتومخه ونيسي اوعاملين دي   دمحکمي وميزته راکش کړي   .   ځکه چه زبر ځواک دي دمحکمي وميز  ته يي په اوس مهال  ددريدوامکانات نسته ځکه نوهرڅه چه وغواړي هم هغسي کوي   . دمثال په ډول :

دسپټمبر ۲۱ – نيټه چه دملګروملتونو دخوا څخه دصلح دورځي په حيث  په افغانستان کي نومول سوي وه ،  او دځينو دولتي چارواکو دخواڅخه په ځينو اداراتو کي دميټينګونوپه شکل لمانځل کيدل ،چه  په د غه  وخت  کي دهلمنددولايت دګرم سيردولسوالي په لس هاوو  افغاني ميرمني ،ماشومان ،اوځوانان         دناټودبمباردونو په نتيجه کي دخپلوکورونو تر ديوالونو لاندي وه ،اودناټو واکدارانو په هغه محل کي  دهغو دوستانو ته يي اجازه نه ورکوله چه دا  خپل دوستان دخرابوڅخه    راوباسي .

ولي په دغه ورځ ددولت هيڅ يوه چارواکي نه تنها ددي بشري جناياتو غندنه ونه کړه، بلکه دناټو دځواک مسؤلينوته  يي حتا ددي جناياتو په هکله کومه ياداوري هم  ونه کړه . ولي صرف دي چارواکو په دي خوښي احساسول چه دصلح ورځ يي لمانځلي ده .

او کرز ي صاحب بيا  په دغه ورځ دامريکاپرلورپه ډيرونورمالوا عصابوسفر وکړ،ځکه  چه په خپل کورکي يي دخداي ( ج » شکر دي خيريت وو.  اودګرم سيرد  ولسوالي دخلګو   دنارواوهغو ظلمو نو څخه چه پردوي باندي تيريدل  ،داسي معلومه سو له چه محترم کرزي دپورتني واقعي څخه لکه چه ناخبره وو. ځکه دکومو جمعي رسانو له لاري څخه دپورتني پيښي په هکله  ددوي کوم هدايت هم خپور نه سوو .اويا دروژي دمبارکي مياشتي داولسمي ورځي  دکابل په ښارکي   دانتحاري  پيښي په نتيجه کي چه  ترلسوډيرو ملکي کسانو خپل ژوندله لاسه ورکړ ددي شهيدانوپاته کورني خپل لاس دچا وګريوان ته واچوي   . نو په داسوبدوسياسي   او امنيتي  حالاتو کي ملت بيا  دچالاس ونيسي  ،چه په نتيجه کي ودي بشري جناياتوته دپاي ټکي کښيښول سي . اوملت په خپل مملکت کي دخوښي اوارامي تنفس وکړي . ځکه نو با ید دافغانستان  ددولت  مشرتابه  ، دطالبانو داپوزيسيون رهبران ودي حقيقت ته سرټيټ کړي چه دافغان لاس تړلي ملت دپوره امن اوملي منافعوپه ساتلو کي په ښکاره ډول پاته راغلي دي . اودي جنګ ځپلي ملت ته يي تراوسه پوري داسي مجال نه دي ورکړي ، چه هغه دي د خپل سرنوشت دپاره ددبمبونواوټوپک دسا يه څخه ليري دازادوانتخاباتودلاري خپل ددو لت مشرتابه اودپارلمان استازي  وټاکي   .

ځکه نوددي   غيور ملت داسپيڅلي ارمان هغه وخت تر سره کيدلايسي چه :                

۱- دجنګ دواړه طرفه دخپل پاک خداي (ج»اوددي جنګ ځپلي ملت دپاره بيله کوم قيد اوشرطه اوربنداعلان اودصلح دمذاکري وميزته ددوو  وروڼو په څير سره کښيني ، اوپه لومړنيو خبروکي بايد دواړه طرفه دافغانستان داوسني سياسي کړکيچ دحل دپاره دملت دارادي سره سم  ديوه  بين المللي کنفرانس غوښتو نکي سي . اوداکنفرانس بايد دبن دکنفرانس په څير نه وي .ځکه دبن په کنفرانس کي امريکا اوغربي نړي وخپلوشومواهدافو ته درسيدو پرمخ  يي کنفرانس ته  په افغانستان  کي اکثريت  هغه پخواني خپل  په اصطلاح دجهاددوختوقرارداديان راغوښتي وه ،اودجنګ ځپلي لاس تړلي ملت سرنوشت يي هغو ته په لاس ورکړ ،اوداملت يي دجنګ اواقتصادي بي سار و  نوو ستونځوته ورننه ا يستي . چه داواقعيتونه اوعينيتونه افغان ملت اوجهانيان په خپلوسترګو باندي ويني وبيان ته يي حاجت نسته .

ځکه نوبايدد دي نوي   بين المللي   کنفرانس په تشکل کي ددولت اومقابل جنګي اپوزیيسيون سربيره په افغانستان کي دملي دموکراتيکو ګوندونونماينده ګان ، په وطن کي ملي بانفوذه شخصيتونه اويوتعدادمستقل سياسي کارپوهان ګډون ولري . چه په نتيجه کي به دکنفرانس اصلي ستراتيږ ي اواجندا دافراط ګري اوراست روي څخه په امن اودکنفرانس ټولي پريکړي به پرافغاني  ملي محورڅرخيدلي او  ديوي ملي     دموکراتيکي  ستراتيږي اساس به کښيږدي .

ولي ددي مهم  کنفرانس داجندا دنورومهموموادوپه هکله ما ديوه وړانديزپه توګه   پر(۲۰۰۷-۶-۱۶» د(ايا   دافغانستان اوسني لانجه  دسياسي حل لاره لري » ترعنوان لاندي مي    يوه  ليکنه   د۲۸داسد اوتل افغان د ويب پاڼوله لاري  ونشرته سپارلي  ده  .     پاي

 

 

 

 

 

 

 


October 8th, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات